تعلیم القرآن راډیو -TQ Radio

دلته تعلیم القرآن راډیو اسلامي، اجتماعي او ادبي موضوعاتو نشرات اورېدل کېدای سي.
Jamia Islamia Hammadia
Baixar تعلیم القرآن راډیو -TQ Radio APK
Avaliação 4
Categoria Educação
Nome do pacote com.taliumquran
Downloads 5+
Descrição do تعلیم القرآن راډیو -TQ Radio
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لاهله و الصلاة علی اهلها!
وبعد؛
پتمنو او عزتمنو اورېدونکو!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته؛
د تعلیم القرآن اسلامي راډیو ستر اهداف د دیني پوهي خپرول او د حق و لاري ته دعوت دي. تعلیم القرآن راډیو په هیڅ ګوند او هیڅ غورځنګ ته منسوبه ​​نه ده او نه هم نا ولسي خدمت بلکي ص رف د ولس لپاره دیني او اجتماعي خدمت کوي.
درنو اورېدونکو او لوستونکو! تعلیم القرآن راډیو د قرآن بنسټ د خدماتو د څانګو یوه تعلیمي او تربیوي څانګه ده. قرآن بنسټ په (۱۳۸۴) هجري لمریز کال د جید او هڅاند عالم شیخ الحديث مفتي عبدالهادي حماد صاحب له لوري تأسیس سو، چې د خپلو هیوادوالو لپاره د نشر و اشاعت، تعلیم و تربیه او د عوت په لاره کي خدمات لري.
تعلیم القرآن راډیو د کندهار ښار تر څنګ د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د ولس د غوښتنې او دینې تندې د خړوبولو په موخه خپلې څانګې فعاله کړي او ان شاء الله د هیواد ټولو ولایتونو ته به خپل خدمات و رسوي.
تعليم القران راډیو  د سیمي د سلګونو بانفوذو او ولسي علماء کرامو او پوهانو پرمخ بیول کیږي او په مالي برخه کي د ولس په صدقاتو او مشروع تجارتي اعلاناتو تمویلیږي.
تعليم القران راډیو في الحال په لاندي ولايتونو کي څانګي لري:
۱: تعلیم القرآن راډیو، قندهار (۹۲.۹ ایف ایم):چي په ښار او ولسوالیو کې شپاړس ساعته پر ایف ا یم څپو باندي؛ دیني، اجتماعي صحي، تاریخي او ادبي موضوعاتو اړونده نشرات کوي.
۲: تعلیم القرآن راډیو، هرات (۹۲.۶ ایف ایم): چي د هرات په ښار او ولسوالیو کې شپاړس ساعته پر ا یف ایم  څپو باندي؛ دیني، اجتماعي صحي، تاریخي او ادبي موضوعاتو اړونده نشرات کوي.
۳: تعلیم القرآن راډیو، هلمند (۹۲.۹ ایف ایم): چې د ګریشک ولسوالۍ په ښار او شاوخوا ولسوالیو کي شپاړس ساعته پر ایف ایم څپو باندي؛ دیني، اجتماعي صحي، تاریخي او ادبي موضوعاتو اړونده نشرات کوي.
۴: تعلیم القرآن راډیو، بادغیس (۸۹.۷ ایف ایم): چې د باغیس په ښار او ولسوالیو کې شپاړس سا عته پر ایف ایم څپو باندي؛ دیني، اجتماعي صحي، تاریخي او ادبي موضوعاتو اړونده نشرات کوي.
۵: تعلیم القرآن راډیو اپلکیشن (Taleemul Quran Radio): په زیرک ټلیفون کي د دغه اپلکیشن په ډانلوډېدو سره څلرویشت ساعته په ټوله نړۍ د تعلیم القرآن راډیو اسلامي، اجتماعي او ادبي موضوعاتو نشرات اورېدل ک ېدای سي.
۶: افغان مواقيت اپليکيشن د نړۍ په هر ځای کي د حنفي مذهب مطابق د لمانځه وختونه, قبله نم اء, د روژه مات او پېشلمي وختونه په اسانۍ سره معلوميږي په لاندي لينک يې تر لاسه کولای سئ:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.al_moazzin

Mostrar
Baixar Android APK
Atualmente, o download do تعلیم القرآن راډیو -TQ Radio APK não está disponível. Por favor, prossiga para baixar da Google Play Store.
Google Play
O تعلیم القرآن راډیو -TQ Radio não está disponível temporariamente para download na Google Play. Você pode baixar o APK diretamente desta página.
FAQ do تعلیم القرآن راډیو -TQ Radio APK

O تعلیم القرآن راډیو -TQ Radio é seguro para o meu dispositivo?

Mostrar

O que é um arquivo XAPK e o que devo fazer se o تعلیم القرآن راډیو -TQ Radio que baixei for um arquivo XAPK?

Mostrar

Posso jogar تعلیم القرآن راډیو -TQ Radio no meu computador?

Mostrar

Recomendação